د نن ورځې مهم خبرونه

زلمی خلیلزاد قطر ته رسیدلی

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د بین الافغاني مذاکراتو پرانستې مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته تللی دی.

سرچينې وايي، چې د دوشنبې ورځ به د بین الافغاني مذاکراتو د پرانيستې مراسم تر سره شي.


په کابل ښار کې د یوې چاودنې مخه ونیول شوه

پولیس وایي، چې ترهګرو د کابل ښار څلورمې حوزې اړونده د تهیه مسکن سیمه کې یو ماین ځای په ځای کړی و، چې د امنیتی ځواکونو لخوا کشف او شنډ شو.


کابل کې ۳۴ کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي چې دوی د وژنو، موبائل، وسایطو تښتونې، غیرقانوني وسلو لېږد او عامه نظم د اخلال په تور نیولي دي.


دشپږیزې کرکټ سیالیو دپرانېستې مراسم ترسره شول 

د افغانستان کرکټ شپږېزې لیګ شل اوریزو سیالیو د اوم پړاو لوبې پرون ماخستن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې.

 په دغه مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف، لومړی مرستیال امرالله صالح، د کابینې غړو او د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو او د کرېکټ مینه‌والو برخه اخیستې وه.


وسله والو بلوچستان کې يوه ښځينه ژورناليسته وژلې

ځايي سرچينو ويلي چې نامعلومو وسله والو د بلوچستان په تربت سيمه کې پر ښځينه ژورناليستې شاهينه شاهين ډزې کړې او هغه يې ټپي کړې وه، خو په روغتون کې يې ساه ورکړه.


فرهان يوسفزى: په کرکټ بورډ کې نور اصلاحات راولم

د افغانستان کرکټ  بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د شپږيزې پرانستې مراسمو ته وويل چې غواړي پخپله اداره کې نور پراخه اصلاحات راولي .


کندهار او هلمند کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان ځواکونو په کندهار او هلمند ولایتونو کې د وسله والو طالبانو بريدونه په شاه تمبولي، ۱۲ تنه یې وژلي او ۳ نور ټپيان دي.

د دغه وزارت په وینا، چې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسایط هم له منځه وړل شوي


جلالي: د افغان سياسي مشرانو ترمنځ اختلافات دانديښنې وړ دي

د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي ويلي، د مصالحې عالي شورا او یا بلې هرې مسئلې پر سر اختلافات ددې سبب کېدی شي چې د مذاکراتو پر مېز د طالبانو دریځ پیاوړی او د حکومت دريځ کمزوری کړي.


قوماندان عليپور په ميدان وردګو کې دوو دولتي پوستو ته سقوط ورکړى

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړى شريف الله هوتک وايي چې هغه دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي.

 

دطالبانو د مذاکراتی ټبم مشرلومړنی عکس رسنیوته راووته 

له افغان حکومت سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر، شيخ عبدالحکيم لومړنی عکس رسنیو ته راووته.

نوموړی د طالبانو د حکومت قاضي القضات و.

شيخ حکيم تېره ورځ د شيرمحمد عباس ستانکزي پر ځای د مرکچي پلاوي مشر وټاکل شو.


خالد له پاکستان سره په جګړه کې د شهيد شوي سرتيري کور ته ورغلی

د ملي دفاع وزير اسدالله خالد د عبدالحيم لغماني زوى او کورنۍ سره وليدل او د هغه د اتلولۍ ستاينه او قدرداني يې وکړه.


پوليسو کابل ښار کې يو غل د غلا پر مهال وژلى

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وايي چې د غلو يوې ډلې په څلورمه ناحيه کې يو موټرچلوونکى ووژلو او موټر يې تښتولو چې پوليسو سره نښته کې يو غل هم ووژل شو


  • 16 وږی 1399